طالبان له شمالټلوالې ښېګڼه نه لري
سرلوڅ مرادزی    سرلوڅ مرادزی

                 هغوی چې د زړه په تل کې ناڅپړلې او ګونګه تمه لري او په دې اند دي چې طالبان ، ګل بدین او د حقاني سخت دریځي ډلې ؛ د شمالټلوالې د سیکټاریستو او مذهبي سخت دریځو ډلو څخه چې په اسلامي جمعیت ، نظارشورا ، د محقق او خلیلي د اسلامي وحدت په تنظیم کې راټول شوي معنوي ښکلاوې او دنیايي ښېګڼې لري ، سخت په اشتبا او د تورتم په ګړنګ کې لوېدلي دي !

که شمالټلوالې پورې تړلي سیکټاریسټ او مذهبي ریښتاړي ، د هېواد د ملي او سراسري ګټو پرځای د خپلې کوچنۍ سیمې او یا خپل ایتنیکې ډلګۍ په غم اویا له دې هم په څرګنده ژبه د ځان په غم کې ډوب دي ؛ طالبان او د دوی سخت دریځي چړیان هم د هېواد او افغان ملت ګټو ته ژمن نه دي ، د ازادۍ پتنګان نه دي او لکۍ  يي د شمالټلوالې پشان څو ځایه پردیو پورې تړلې ده !

دوی ټول په یوه شان سخت دریځي ، مذهبي توندلاري ، د هېواد ملي ګټو پلورونکي ، د پردیو تالې څټي او د افغان ولس سوګند خوړلي دوښمنان دي . که شمالټلواله د ایران ، روسيي او نورو په اشاره د افغانستان سټه باسي ؛ د طالبانو ، حقاني او ګل بدین ډلې بیا هېواد د پنجاب په لارښوونه ورانوي او افغانستان جوړېدو او درېدو ته نه پریږدي .

شماټلواله چې د دولت په منځ ، سټه او مغز کې يي ځای نیولی لکه ژورې او چینجي د افغان ملت وینه زبېښي او د دولت بیخ او سټه خوري . دا ټلواله د پیاوړي او غښتلي ملي دولت  په رامنځته کېدو کې خپلې ګټې خوندې نه ویني او په ټوله بیه هڅه کوي چې مخه يي ونیسي !

خو طالبان او نور سخت دریځه هم له شمالټلوالې کم نه دي . طالبان نه یوازې دا چې افغان دولت جوړېدو نه پریږدي ، د وژلو او جګړو دروند بار پر غاړه لري ، افغان ولس کې د سر سړی ژوندي پاتېدو ته نه پریږدي او د هېواد په ورانۍ کې د ټولو په سر کې روان دي . دوی هر څه لکه د نوح توپان یو مخ له منځه وړي . که د شمالټلواله د افغانانو په برخلیک اسمانی کاڼي او تندرونه راپریباسي طالبان بیا د افغانانو او پښتنو پر کورونو پلپسې زلزلې او څونامي راسموي !

دلته دې لیکنه کې موخه دا نه ده چې د شمالټلوالې جنایتونه او یا د طالبانو سرغوڅوونې او ټولوژنې یو په یو شمېر او بیان شي ، دا وحشتونه د لمر پشان ښکاره او بیان ته يي اړتیا نشته  بلکې خبره د هغو کسانو په سر ده  چې ځانونو ته روشنفکران وايي ؛ د ماسټرۍ او دوکتورا دعوې لري ؛ ځانونه پوهاند ، پروفیسور بولي او په پای کې د طالبانو او یا د شمالټلوالې په سنګر کې دریږي او د تورتم او وحشت ځواکونو څخه د ننګې او ملاتړ لپاره دلایل تراشي ، سفسطې لیکي او د ولسونو د بېلاریتوب او په تورتم کې د ورټېل وهلو دروند پېټی پر غاړه اخلي !

د خواشینۍ ځای دی چې همدا خېل روشنفکران د خپلو هېوادوالو پر سر د پېړۍ د جهل او وحشت نازل شوې بلاګانې توجیه کوي او په یوه یا بله بڼه د دوی له وحشتونو څخه ننګه اوملاتړ کوي !

نن د لر اوبر افغانستان په ټولو سیمو کې وحشت او بربریت ښه په درځ روان دی . هره ورځ د سلګونو افغانانو کورنۍ د وېر او ماتم پر ټغر کښیني . هره ورځ په سلګونو ماشومان ، سپينږیري ، ښځې او ځوانان د هدېرو ګوړندې ته کېباسو . نړۍ څخه د خیرات په پیسو جوړ شوي بنسټونه او ودانۍ له جوړېدا مخکې د راکټونو او بمونو خوراک ګرځي . وحشت ورځ تربلې لا زیاته لمن خپروي او جګړه له استثنا پرته د هر افغان د کور دروازه ټکوي .

هغوی چې په دې اند دي د هېواد په ختیځ ، سهیل ، مرکز او نورو سیمو کې د افغانو وژل او د واحد هېواد د دې برخې ورانول د هېواد شمال پورې اړه نلري ؛ پریږده چې دا برخه د جګړو په اور کې سوځيږي ، ورانیږي ، ولسونه يی تبا کیږي ، اولادونه يي له ښوونځیو بې برخې کیږي او د هېواد او نړۍ د تمدن له کاروانه روسته کیږي ، بویه د دوی کار نه دی ؛ سخته اشتبا کوي او ځانونه له هغو کسانو سره په جرم کې شریکوي چې دا وحشت مخې ته بیايي !

هغه کسان چې ځان د روشنفکرانو په ډلې پورې تړلی بولی او هڅه کوي چې د هېواد یوه برخه دې په تور تم کې پاتې او جهالت کې دې سوځي باید په دې وپوهیږي چې د هېواد په هره برخه کې تورتم ، ناپوهي او جګړه دوی هم زیانمنولای شي او د ټول هېواد په کچه له سولې ، امنیت او سوکالۍ پرته دوی هم نشي ارامېدلای ! که دا ځواکونه د ملي دولت د پیاوړتیا مخه په دې لامل نیسي چې د سهیل ونډه دولت کې کمه وساتي او په داسې کمزوري دولت سره به دوی خپلو موخو ته ورسیږي بیا هم په سخته اشتبا کې ډوب دي .

ملي او پیاوړی دولت د هېواد د ټولو اتباعو لپاره چې د هېواد په هرې برخې کې اوسیږي یوشان ګټور او ضرور دی . د هلمند ، نورستان او تخار روستیو پېښو یو ځل بیا وښوده چې چې د یوه ولایت او سیمې ناوړه پېښې ټول هېواد زیانمنولای شي . هغوی چې هڅه وکړه چې د تخار له پېښې یوازې د ځان او د هېواد د شمال په نوم ګټه پورته کړي او د مړو د جنازې په مراسمو کې د ټاکلې ډلګۍ استازي برخه واخلي او هغه یوازې د ځان وبولي باید په دې وپوهیږي چې داسې پېښې په ټول افغانستان پورې اړه لري او دوی ته نه ښايي بیا د پخوا پشان د مړو پر سر هم سیاسي ګټه پورته کړي . د جنازې په مراسمو کې عبدالله عبدالله هڅه وکړه چې مړي د افغانستان یوې برخې ته منسوب کړي چې دا په حقیقت کې د مړو له شان سره د عبدالله درناوی نه ښۍ بلکې عبدالله غواړي دلته هم له مړو سیاسي ګټه پورته کړي او د سبا ورځې لپاره يي د سیاسي سوداګرۍ په موخه د نورو په مخکې کیږدي . دغو مراسمو کې د دولت پرځای د نظارشورا راټولېدل او غوړه برخه ښۍ چې دوی غواړي له پېښې څخه د حضرت عثمان کمیس جوړ کړي او له مخکې څخه د پلان شویو موخو لپاره يی د هېواد په شمال کې د ګډودیو لپاره د یوه لامل پتوګه وکاروي .   

د طالب او نورو ترهګرو په خم کې غوټه روشنفکران هم باید په دې پوهېدلي وي چې طالب او نور مذهبې توندلارې د پښتنو ، هېواد ، اسلام او انسانیت په غم کې نه دي . دوی د سخت دریځۍ ، مذهبي توند لارۍ او ډالرو او نیشه يي توکو سوداګر دي چې د افغانستان او افغان ولس د نیکمرغه برخه لیک سره هیڅ مینه او اړیکه نلري . کافي به وي چې په اړه د طالبانو د پخواني بادار جنرال مشرف روستۍ څرګندونې ته اشاره وکړو چې دې روستیو کې يي ویلي «  د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر متقاعد جنرال پروېز مشرف له سي این این سره په مرکه کې تایید کړه چې د دغه هیواد استخباراتي اداره له حقاني شبکې سره اړیکې لري . تاند »

هغه روشنفکران چې په تمه دې طالبان او نور مذهبي توندلارې به ورته هېواد کې ګلان وکري ، ملي دولت به ورته جوړ کړي ، افغانستان کې به سوله او امن راولي ، افغانستان به د سیمې او نړۍ سره سیال کړي په خوب کې کونجاړه ګوري .

که دا روشنفکران غواړي طالبان او نور مذهبي توندلارې د شمالټلوالې د لنډغرو په وړاندې وکاروي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره يي د دوی ځولۍ او لمن نیولي وي ، خو بویه د دغو مذهبي توندارو په مټ شمالټلواله یو ځل بیه هم د پخوا پشان په ګونډو شوه ، روشنفکرانو ته يي خير ! یو کرغېړڼه ډله به ورکه شي بله کرغېړنه او ورانکاره ډله به يي ځای ونیسي . زاړه سړیخواره به ورک شي نوي سړیخواره به راشي . د پردیو یو ډول مزدوران به لری او بل خېل نوکران به يي راشي !

رباني ، سیاف ، محقق ، خلیلي ، قانوني او نور به لري ملاعمر ، ګل بدین او حقاني به راشي او ددې څه شک دی چې ټول په ګډه راشې . ایا د دی سړیخورو او لنډغرو ترمنځ د چین دیوال شتون لري ! ایا دوی ټول د ای ایس ای او د ایران د جاسوسي کړیو زیږندوی نه دي ؟

روشنفکران که ریښتیا ځانته روشنفکران وايی باید ددې خونړۍ لوبې له منځه ځانونه راوباسي . د ترهګرو ، توندلارو او مذهبي لیونیانو لیکې پریږدي . سهیل د شمال او شمال د سهیل په زیان د مذهبي توندلارو د ګټو لپاره قرباني نکړي . ټول افغانستان یو وګڼي او ټول افغانان ددې هېواد سکني اولاد وګڼي .

ټول د همدې موخې لپاره مټې رابډ وهو !

د ۲۰۱۱ کال د مۍ ۲۹ مه

 

         

       

 

 

 

              

 


May 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات